سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم : دافغانستان له خلکو سره دانګلستان دشاهي هيواد مرستې په ټولو برخوکې ارزښتناکې دي .

-کابل باختر د وري  دولسمه
د جمهوري رياست  لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن دبريتانيا  له  سفير ويليام پټي سره دمخه ښي په کتنه کې د ماموريت په دوره کې  يې دده خدمتونه وستايل .
  باختر اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، دجمهوري رياست لومړي مرستيال دکتنې په بهير کې څرګنده کړه دافغانستان له خلکو او په ټولو برخو کې دانګلستان دشاهي هيواد مرستې ارزښتناکې  دي  .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان دبيا رغونې او جوړولو او دملي اردو او پوليسو په جوړولوکې دافغانستان دستراتيژيک دوست په توګه دبريتانيا رول مهم وباله  او هيله يې وکړه چې دغه رول دغه راز دوام ومومي .
په کابل کې دانګلستان سفير ويليام  پتي چې په کابل کې  يې  دماموريت دوره پاى ته رسيدلې ده دافغانستان له خلکو  سره دخپل هيواد په ژمنو ټينګاروکړ اوزياته يې کړه چې هيواد به يې تر هغه وخته پورې  په افغانستان کي شتون ولري چې په افغانستان کې دتروريزم خطر  اوګواښ   وي . 
ده زياته کړه چې له  ٢٠١٤  کال وروسته به هم دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ واوسو او دافغانستان دملي اردو او پوليسو دروزنې اوسمبالولو کار ته دوام ورکوو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته