مارشال محمدقسيم فهيم: په بدخشان کې امنيت موږ ته مهم دى

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٠ :
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم نن دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ له يوشمېر مشرانوسره په کتنه کې په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې دبدخشان ولايت د خلکو استازى فضل العظيم مجددي هم حاضرو؛ وويل: د امنيت مسئله اوهغه ته پاملرنه د دولت له مهمو دندو څخه ده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دغې ولسوالۍ کې سيمه ييزې ستونزې او د ثبات او امنيت د ټينګښت مسئله په دې کتنه کې د له مهمو خبرو  وړ موضوعګانو څخه دي.
ددغه ولايت دريو تنومشرانون په وارسره د ثور د اتمې د افغانستان دخلکو دجهاد د برياليتوب د ورځې له امله د ځان او د بدخشان ولايت دخلکو دمبارکيو مراتب دجمهوري رياست سرپرست ته څرگندکړل او د بدخشان په ښار او ولسواليوکې موجودې ستونزې  وړاندې کړې او زياته يې کړه چې د بدخشان خلک په خپلو سيموکې امنيت او ثبات ته له بل هرڅه څخه زيات ارزښت ورکوي او له دولت څخه غواړي چې دغې مسئلې ته زياته پاملرنه  وکړي.
دبدخشان ولايت مشرانو د جمهوري رياست له سرپرست  څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونه پياوړي شي او شمير يې هم زيات شي چې وکولاى شي د امنيتي ځواکونو ترڅنگ  د امنيت په تامينولو او د نظام د ستنو په پياوړتيا کې هميشني همکاري ولري.
دجمهوري رياست  سرپرست دخبرو په ترڅ کې د بدخشان مشرانو ته وويل چې د ثور اتمه زموږ د خلکو د روا جهاد دبرياليتوب ورځ  زموږ دهيواد په تاريخ کې ديادونې ورځ ده. زموږخلکو د دښمنانو په وړاندې د جهاد او مقاومت له اوږدوکلونو او د زياتو قربانيو له ورکولو وروسته د برياليتوب د ورځې د رسيدو شاهدان وو.
دجمهوري رياست سرپرست زياته کړه: خپلو بچيانو ته ددغې ورځې ارزښت بيان کړئ اوهغه تلپاتې کړئ.
دجمهوري رياست سرپرست څرګنده کړه چې د امنيت مسئله او هغه ته پاملرنه د دولت له مهمو دندو څخه دي او له همدې امله په بدخشان کې امنيت موږ ته مهم دى اوپه دې باب کار دوام لري چې امنيتي مرکزونه د وسله والومخالفينوفعاليت پاى ته ورسوي.
دجمهوري رياست سرپرست د پوهنې، روغتيا او مواصلاتي لارو په برخوکې  دطرحه شويو ستونزو دحل کولو په لاره کې د بدخشان دخلکو مشرانو ته ډاډ ورکړ او يادونه يې وکړه چې خلک د هيواد په هرځاى کې بايد د امنيت اوثبات په تامينولو کې د هيواد له امنيتي ځواکونوسره همکار و اوسي؛ ځکه  په دغوبرخوکې دخلکو مشارکت دپرمختګ سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته