کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن د افغانستان د پخوانى جمهور رييس، د اسلامي جمعيت دمشر، دخلکو دجهاد او ملي مقاومت د پيشوا او د سولې د عالي شورا د رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني د شهادت د دويم تلين په مناسبت د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه شهيد په مزار د ګلوګيډې کيښودې او د دغه شهيد او د افغانستان د نورو شهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت دکابل ښار د وزير محمد اکبرخان په غوندې کې د شهيد استاد په مزارکې پرځاى شوي و؛ دکابينې يو شمېر غړو، سياسي شخصيتونو، روښانفکرانو او د شهيد استادګڼ شمېر دوستدارانو برخه اخستې وه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې استاد برهان الدين رباني علمي، مصلح، معتدل او متواضع شخصيت و او هيله يې لرله چې د ده په ګران هيواد افغانستان کې ډير ژر سوله او امنيت تامين شي او په دې لاره کې يې د همت ملاتړ تړلې وه او په پاى کې يې خپل ژوند په دې لاره کې قرباني کړ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې د شهيد استاد د جهاد او د خلکو د مقاومت د لارښود په توګه تل په خپل هيوادکې د اسلامي نظام او حکومت د ټينګښت په لټه کې وه او باور يې درلود چې يواځې ددغه شان يو نظام کولاى شي د افغانستان دخلکو او روا جهاد داعيه لرونکي وي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې شهيد استاد د دغې سترې داعيې ارماني و او خپلې ټولې هلې ځلې يې په دې لاره کې په کار واچولې او د افغانستان د تاريخ لومړنى واکمن و چې په سوله ييزه توګه له قدرت څخه ګوښه شو چې په هيوادکې لنډ مهاله اداره د يو انتخابي حکومت د جوړولو لپاره لاره اواره کړي.
دهيواد پخوانى جمهور رييس، د اسلامي جمعيت مشر، زموږ د خلکو دجهاد او ملي مقاومت پيشوا او د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني د ١٣٩٠ هجري لمريز کال د وږي دمياشتې په ٢٩نيټه په وزير محمداکبر خان مينه کې په خپل کورکې ديو تروريست له خوا چې د طالبانو له خوا د يومرکچي په جامه کې راغلى و؛ د ده په پګړۍ کې د ايښودل شوى بم د چاودنې له امله شهيد کړاى شو .
2 2 دقیقې لوستل