ټولنه

مارشال فهيم دتخار ولايت له مشرانو اوجهادي قوماندانانو سره وکتل

کابلباختردميزان ٩
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن غرمه دتخارولايت دبيلابيلو ولسواليو له يوشميرمشرانو،  سپين ږيرو ، جهادي قوماندانانو او روښانفکرانو سره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ  :
دجمهوري رياست لو مړي مرستيال دهيواد اوسيمې روانو مسلوته په پاملرنې سره له هغوي څخه وغوښتل چې په ټولو حالتونو کې خپله دوستي اوپيوستون وساتي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دتخارمشرانو ته وويل :  چې داتحاد اوپيوستون په لاره کې ستاسو اراده  او هوډ پرستونزو دبرياليتوب ضمانت کوونکى دى اوبايد له دغې ودعې څخه په خپل ولايت اوسيمو کې دثبات اوامنيت دټينګښت په لاره کې استفاده  وکړۍ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز زياته کړه  چې دامنيت اوثبات لرل په راتلوونکو انتخاباتو کې له مهمو مولفو څخه دى چې خلک وکولاى شي دخپل هيواد مشر وټا کي  .
په دې کتنه کې د تخارولايت څوتنوعالمانو اومشرانوخبرې وکړې او دخپلو ولسواليو ستونزې يې د جمهور رييس له لومړي مرستيال سره طرحه کړې  .
دتخارمشرانودافغانستان داسلامي جمهوريت له پروګرامونو څخه دخپل ملاتړ دڅرګند ولو په ترڅ کي هيله وکړه چې طرحه شوې ستونزې ډير ژر وڅيړل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته