کابلباخترد ميزان اوله
دجمهوري رياست لو مړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په کابل کې دايران د اسلامي جمهوريت له سفيرابوالفضل ظهره وند سره دمخه ښې کتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دلرغونو تاريخي اړيکو په يادولو سره له افغا نستان سره د ايران د اسلامي جمهوريت د دولت دهمکاريو له ا مله قدرداني وکړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز د دواړو هيوادو نو ترمنځ د اړيکو د ودي او پراختيا په لاره کې دابوالفضل ظهره وند کارونه وستايل او هغه ته يې د
زياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
دايران د اسلا مي جمهوريت سفيرله افغانستان سره د خپل هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګاروکړ او په فرهنګي ، اقتصادي اوتجارتي برخو کې يې دهمکاريو يادونه وکړه .
ده هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې دايمي سوله او امنيت ټينګ شي او دغه هيواد دترقي او پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسيږي
2 1 دقیقه لوستل