فرهنګ

لیکوالان او شاعران دې د قلم ژبې د پوهې او زده کړې لور ته راواړوي

 اسعد آباد / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د کونړ سیند کلنۍ مشاعره چې هر کال به د ثور په میاشت کې په حضوري ډول جوړېده د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه به پکې ګڼو شاعرانو او مینه والو ګډون کاوه، خو د وزارت د رهبرۍ په لارښوونه او د هېواد د نورو ولایتونو د دودیزو مشاعرو په څېر سږ کال کونړ سیند مشاعره هم د کرونا د ګواښونو له امله په انلاین ډول تر سره شوه.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس جنت ګل فدا د لوی کور افغانستان ټولو ګډونوالو ته هر کلي ووایه او له شاعرانو يې وغوښتل چې د قلم ژبې دې د پوهې او تعلیم لور ته راواړوي، چې ولس د جهل له تیارو وباسي او افغان ولس له دغې بدې ورځې ووځي.
فدا د وزارت له مقام هیله وکړه، چې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو حضوري مشاعرې دې جوړې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د حضوري مشاعرو په جوړېدو سره به د خیالاتو تبادله وشي او د پښتني ادب د شعري غوړېدا په برخه کې به ښه اغېز ولري.
په همدې حال کې د وزارت په استازیتوب د وزارت مشاور صابر مومند د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه د مشاعرې د جوړېدو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د دا ډول مشاعرو جوړولو ته به ادامه ورکوي او د افغاني کلتور هر اړخېز خدمت به کوي.
مشاعره د هېواد د وتلي شاعر پېر محمد کاروان په شعر پېل شوه، ورپسې د لرې پښتونخوا وتلي شاعر ډاکټر اباسین یوسفزي، عارف تبسم، الماس خانم او د هېواد د بېلابېلو سیمو نوموتو شاعرانو، نورالحبیب نثار، عبدالحلیم همت، طاهر شرر ساپي، څو تنو کونړ مېشتو شاعرانو، د پکتیا، خوست، لوګر، هلمند او لغمان خوږ ژبو شاعرانو خپل شعرونه زمزمه کړل.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا وايي چې په مشاعره کې مو ارشاد شینواري، طاهر ځلاند، شهنواز باقر او د بدخشان شاعرانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو د ستونزو له امله په مشاعره کې یوځای نه شول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته