کابل, د وږي ۳۰ مه, بهرنۍ رسنۍ
مشهورې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوست پرون پنجشنبې په یوې مقاله کې لیکلي، امریکا او اروپایي ټولنه په دې پوهیږي، چې روسیه د اوکراین د روانې جګړې په ډګر کې نه ماتېدونکې ده او کولی شي له خپل بشري او مادي ځواک څخه په استفادې دغې جګړه کې نوره هم پر مخ ولاړه شي.
مقاله کې وړاندې راغلي، چې امریکا، اروپایي ټولنه او ځینې نور هېوادونه روانه جګړه کې د روسیې حتمي بریا ته په کتو هڅه کوي، اوکراین قانع کړي، تر څو د خبرو مېز ته کښېني.
باید وویل شي، چې لوېدیځ له اوکراین سره د وسلو په برخه کې میلیاردونه ډالر مرسته کوي، خو د دې اجازه نه ورکوي، چې له دغو وسلو څخه په استفادې د روسیې دننه بریدونه وکړي.
15 1 دقیقه لوستل