سیاست

لوی درستیز د ملي اردو د لویو قطعاتو له قوماندانانوسره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل – باختر د مرغومې د مياشتې ٢٠
د ملي اردو لوی درستیز د ملی اردو د لویو قطعاتوله قوماندانانوسره د ویډیویي کنفرانس له لارې په خبروکې ډاډ څرګند کړ چې د ملي اردو اتل قطعات په ټول توان د خپلواکۍ دفاع اوبشپړامنیتي مسوولیتونو اخیستنې په سر لوړې لاره کې هر رازسرښندنوته تیاري لري.
د دې ویډیویي کنفرانس له لارې د ملي اردو لوی درستیزسترجنرال ارکانحرب شیرمحمد ( کریمی ) په داسې حال کې چې د ستردرستیز یوشمېر ريیسانوهم حضوردرلود ، دملي اردو د لویو قطعاتوقوماندانانو د رپوټونواونظرونو له اوریدو وروسته دوی ته په خبروکی وویل: لکه څنګه چی خبریاست؛ د روان کال د مرغومي په (۱۱) مه نیټه چې د (۲۰۱۵) زیږدیزکال د جنوری له لومړۍ نیټی سره سمون لري؛ د یوې سترې او تاریخي غونډې په ترڅ کې له بهرنیو قواوو څخه افغان اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونوته د امنیتي مسوولیتونوبشپړلیږد او انتقال اعلام شو چی دا په خپله د ګران هیواد د اتلوځواکونود ځان باوری اوفداکاریو مهمه کارنامه نندارې ته وړاندې کوي.
لوی درستیزوویل:  افغان هیوادپال ولس  باید باور ولري چې  د وطن زړور بچیان په ټول توان چمتو دي  چې د خپل هیواد د ځمکنې بشپړتیا ، اسلامي اوملي ارزښتونوپه کلکه دفاع وکړي، د سولې او وطن د دښمنانو هر راز حرکت او شوم پلانونه شنډ او له منځه یوسي.
لوی درستیز په دې ویډیویي کنفرانس کې برخه والو ته د روانوپوځي حالاتوپه باب اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چی دهیواد امنیتی او دفاعي ځواکونو په ښې همغږۍ کې اړوندې دندې ترسره او هوډیې کړي چی په لوړمورال اوهیوادپالنې ادامه ورکړي، افغان ولس په تاسو ویاړي اوستاسوسرښندنې ستایي.
د دې کنفرانس په پای کې د ملي اردو د سیمه يیزو لویو قطعاتو قوماندانانواو چارواکو په خبروکې ګرانوهیوادوالوته ډاډ څرګند کړ چی دوی په ټاکلو زونونو او سیموکې د خپلواکې دفاع او ډاډمن امنیت په خاطرهر راز سرښندنو او فداکاریوته چمتو والي لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته