لوګر کې ۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

کابل د زمري ۱۰مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت په خروار، بره کي برک، او څرخ ولسوالیو کې د یونسف په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هېره دې نه وي، چې تېره اونۍ د برکي برک ولسوالۍ په پاد خواب روغني سیمه کې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د شاوخوا ٧میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته