لوګر کې ۷۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
کابل د لړم ۲۱مه، باختر
د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۷۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغولو او پراختیا رییس شیخ محمد قاسم راشد د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د داکار موسسې په مالي ملاتړ د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۷۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې چارې د لسو میاشتو په موده کې پای ته رسېدلي، چې ورسره د سیمې لسګونه کسانو ته کار زمینه هم برابره شوې وه.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.