لوګر کې ۵ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي له منځ یوړل شول
کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر
د لوګر د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې پنځه ټنه تاریخ تېر بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او له منځ یوړل شول.
د لوګر د خوړو او درملو ادارې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له هټیو او بازارونو څخه پنځه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او وسوځول شول.
د مسوولینو په خبره، دغه راټول شويو توکو کې ۲۴۰ قلمه بېلابېل تارېخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو.
د یادونې وړ ده، چې دغه توکي د څلورو ورځو په موده کې را ټول شوي وو.