کابل، د زمري ۱۴مه، باختر
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۲۳۱ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې دي.
د باختر اژانس خبر له مخې؛ د لوګر ولایت په مرکز کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
6 د یوې دقیقې څخه لږ