کابل، د مرغومې ۲ مه، باختر
د لوګر امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت ۱۰۰ تنه منسوبین د دوه میاشتني پوځي زده کړو ( معسکر) له ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وویل باختر آژآنس ته وویل چې دغه مجاهدین د دوه میاشتو په موده کې له عقیـدوي، مسـلکي او حربــي زده کړو وروستــــه د پکتيا ولایت د اسلامي پولیـــسو له روزنـــیز او ښوونیـــز مــرکز څخه فارغ شول.
د یادونې وړ ده، چې فارغ شوي، منسوبین د لوګر د امنیې قوماندانۍ ٧مه دوره مجاهــدین دي چې تر هر اړخیزو زده کړو وروسته فارغ کېږي.