خبرونهاقتصادټولنه

لوګر کې  څه باندې ۲۴ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۴  زره ۱۱ هکتاره ځمکه ابي او للمي غنم کرل شوي دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو امر قاري عبدالبصیر شاهد باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې سږ کال په دې ولایت کې ټول ټال پر ۲۴۰۱۱ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې ۱۰۱۱ هکتاره یې للمي دي.

د نوموړي په خبره اټکل کیږي له دغو ځمکو څخه  ۶۹ زره ۱۳۲ متریک ټنه غنم ترلاسه شي.

باید وویل شي، چې تېر کال په دغه ولایت کې پر ۲۲ زره ۴۰۰ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي و او څه باندې ۶۶ زره ۶۴۰ متریک ټنه غنم ترې لاسته راغلي و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته