لوګر کې څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل د لړم ۱۵مه، باختر

د لوګر ولایت  په مرکز پل علم او برکي برک ولسوالۍ کې د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د څلورو ښوونځیو احاطوي دېوالونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو منظم سیسټمونه او د حفظ الصحې اړین ملحقات شامل دي، چې چارې یې په څلورو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دغو ښوونځيو په جوړېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې په ورته نورو ولسوالیو کې د ښوونځیو د جوړېدو او بیارغولو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته