لوګر کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي

کابل د لړم ۲۱مه، باختر

د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر سل تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یوه عربي خیره بنسټ له لوري پر سل تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرسته کې هر بزګر ته ۱۰۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۱۰۰ کیلو سپینه سره او ۱۰۰ کیلو توره سره وېشل شوې، چې د بزګرانو پرځان بسیاینې په برخه کې به اغېزمن تمام شي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د یاد بنسټ له خوا په دغه ولایت کې په اړمنو لسګونو بزګرانو باندې ورته مرسته وېشل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته