لوګر کې لسګونه کورنیو ته څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۱۵۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد‌قاسم راشد باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د یونېسف موسسې په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۱۵۵ کورینو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې شبکې د جوړېدو چارې د شپږو میاشتو په موده کې پای ته ورسېدې، چې پر مټ یې د سیمې د خلکو د څښاک اوبو ستونزې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته