خبرونهورزش

لوګر کې د ۳٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
د لوګر ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د واليبال فدراسيون له لوري د مرکز او ولسواليو په کچه د ۳٢ لوبډلو ترمنځ د پسرلنۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پاى لوبې ته د څرخ ولسوالۍ لوبډلې او پيروزي کلنګار لوبډلې لار وموندله چې د څرخ ولسوالۍ لوبډلې وکولای شول خپلې سيالې لوبډلې ته ۳ پر ١ ميدانونو په توپیر ماتې ورکړي او دغه جام په خپل نوم کړي.
د یادونې وړ ده چى د دغو سيالیو مالي ملاتړ کونکي النور صنعتي او توليدي شرکت له لوري اول مقام ته ١٥٠٠٠ افغانۍ او دویم مقام کټونکې لوبډلې ته ١٠٠٠٠ افغانۍ نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته