خبرونهښوونه او روزنه

لوګر کې د ۲ ښوونځیو اړوند ملحقاتو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ ښوونځیو اړوند ملحقاتو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د محمد خېلو او موسی خان ښوونځیو ته د اړینو ملحقاتو جوړولو چارې پیل شوې دي.
عرب زیاته کړه، چې په یادو ملحقاتو کې احاطوي دېوال ترڅنګ، لمریزه برېښنا د پاکو اوبو د څاګانو کېندل، د لاس مینځلوځایونو ، کانکریټي کثافت دانیو او تشنابونو جوړول شامل دي.
د یادونې وړده، چې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته