لوګر کې د ۲ رغنېزو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل د لېندۍ ۷مه، باختر
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه ښوونځيو لپاره د احاطوي دېوالونو د اوبو ژورې څاه ګانو، د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو منظم سیسټمونه او د حفظ الصحې اړین ملحقاتو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد ولایت په برکي برک، محمدآغې او مرکز پل علم کې ورته نورې پروژې پلې شوې دي، چې ورسره د سیمې زده کوونکو ته د زده کړو په برخه کې منظم چاپېریال برابر شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress