لوګر کې د یوې پروژې چارې پیل شوې
کابل، د لړم ۱۳ مه، باختر
د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پلو لارو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر ثاقب د باختراژانس خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پلو لارو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې چارې د پل علم ښار رخت مارکېت ته څېرمه د کابل- ګردیز سړک په اوږدو کې د شاو خوا ۱۹۰۰ متره مربع ساحه کې د سنګ فرش په ډول پیل شوې دي، چې چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې تېرکال هم د یادې ښاروالۍ له لوري په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۵۰۰ مترمربع ساحه کې پلې لارې سنګ فرش او رغول شوې دي.