لوګر کې د یوې دیني مدرسې لپاره درې جریبه ځمکه وقف شوه

کابل د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یو ملي سوداګر له لوري د یوې دینې مدرسې لپاره درې جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاپور عرب باختر آژانس ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم اړوند بشیر کلا سیمه کې د یوه ملي سوداګر له لوري د سراج العلوم مدرسې ته درې جریبه ځمکه وقف شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د سراج العلوم مدرسي ته وقف شوې ځمکه ۷۵۰ زره افغانۍ قمیت لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې خلکو ته د دیني زده کړو مناسب چاپیریال برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته