لوګر کې د یوه چکډېم د جوړېدو چار پيل شوې

کابل، د غوایی ۲۵ مه، باختر

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ریاست تخنیکي سلا کار انجنیر فضل الرحمن عمرزي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ د پنځو کڅ په سیمه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت

د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

عمرزي زیاته کړې چې یاد چکډېم ۲۴ متره اوږدوالی، ۲،۴ متره پلنوالی، ۵،۵ متره لوړوالی او څه باندې ۳۵۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې په ۲ میاشتو کې به یې چار بشپړې شي.

د نوموړي په وینا د یاد چکډېم په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبه شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره سم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د لوګر د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ۷ چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ۲ نور چکډېمونه ترکار لاندې دي او د یاد ولایت د سرخاب او خروار ولسوالیو د اوبو بندونو د څارنې او ساتنې چارې هم په ښه توګه روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته