لوګر کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۵ مه، باختر

د لوګر ولایت د ورزشي او بدنې روزنې آمریت مسولین وایي، چې  د لوبغاړو د هڅونې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه د څلورو ولایتونو د شاوخوا ۳۰ ټیمونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې دي.

د لوګر د ورزش امر انجنیر مزمل نعیم زي باختر اژانس ته وویل:«دغه سیالۍ، چې د لوګر د والیبال فدراسیون لخوا د لوګر، کابل، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو د شاوخوا ۳۰ ټیمونو ترمنځ پرلاره اچول شوي او د نېک اوټ په سیستم سره به یوه میاشت دوام وکړي».

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کتب خېل ځوانانو لوبډلې د اتحاد برکي برک لوبډلې ته دوه په مقابل د صفر کې ماته ورکړه.

د لوګر د ورزش او بدنې روزنې ادارې مسؤلینو، د دغه سیالیو د جوړولو اصلي موخې د والیبال برخې د لوبغاړو هڅول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول، د نشه یي توکو سره مبارزه او د مخکښو لوبغاړو پېژندل په ګوته کړي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته