لوګر کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ پيل شوې دي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي باختر آژانس ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د مرکز او ولسوالیو په ګډون د والیبال سیالۍ پیل شوي، چې موخه یې د والیبال لوبې ته پراختیا ورکول، د لوبغاړو هڅول او دغه راز د مخکښو لوبغاړو پیدا کول په ګوته کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالیو لومړۍ لوبه د دوشيخ اوشاغاسي کلاء لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چى د دوشيخ لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې لوبډلې ته ۳ د صفر په توپیر ماتې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته