لوګر کې د والیبال سیالۍ د اتحاد کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د لوګر ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وایي، چې د ژمني جام تر نامه لاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتحاد کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امر انجنیر مزمل نعیم زي باختر اژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ یو میاشت مخکې پیل شوې وې، چې په پای کې د اتحاد کلنګار او استقلال کلنګار لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه.
نعیم زي زیاته کړه، چې د پایلوبې په جریان کې د اتحاد کلنګار لوبډلې وکولای شول، د ۳-۲ میدانونو په توپیر استقلال کلنګار لوبډلې ته ماتې ورکړي او د ژمني جام اتلولي خپله کړي.
نوموړي د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او د والیبال لوبې د لوبغاړو ملاتړ او هڅونه په ګوته کړه.
د لوبې ننداره چیان بیا وايي، چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت ځوانانو لپاره یو غوره فرصت و، چې خپل ورزشي استعدادونه ښکاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په نیمروز ولایت کې د فوټبال فداراسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي چې موخه یې د غوره لوبغاړو او لوبډلو په نښه کول بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته