خبرونهامنیت

لوګر کې د هاوان لسګونه مرمۍ نیول شوې دي

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د هاوان ۴۲ مرمۍ نیولې دي.
د امنیتي مسوولینو په وینا، د څلورمې پلې لواء د درېیم کنډک د کشف استخباراتو منسوبینو د لوګر مرکز پل علم ښار په ګمبزې سیمه کې د هاوان ۴۲ مرمۍ کشف او نیولې دي.
د مسوولینو په خبره، د نیول شویو مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې پلې لواء د لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې د کشفي راپورونو پر اساس یو شمېر مهمات کشف او نیولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته