لوګر کې د مقدس په نوم یوې نوې راډیو فعالیت پیل کړ

کابل, د لېندۍ ۱۷ مه, باختر
په لوګر کې د مقدس په نوم یوې نوې راډیو په داسې حال کې خپلې خپرونې په رسمي توګه پیل کړې، چې ترڅنګ یې ۶ نور دولتي او خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.
د یادې راډیو د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، د باختر اطلاعاتی اژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د اطلاعاتو آمر حمید الله صدیقي او یو شمیر خبریالانو هم ګډون کړی وو.

Ps2024127 4
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې راډیو د پرانیستې په مراسمو کې وویل:” د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره راډیو یوازېنۍ رسنۍ ده او خلکو ته اطلاع رسونه کې مهم رول لوبوي، نوموړي د مقدس راډیو له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي نظام پالیسي مطابق خپل نشرات وکړي”.
د باختر اطلاعاتی اژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل بیا د دغې راډیو د پرانیستې پر مهال ویلي چې اسلامي امارت د رسنیو پوره ملاتړی او همکار دی، ښاغلي حقمل له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د شریعت په چوکاټ کې او دغه راز د اسلامي امارت له پالیسي سره سم خپل رسنیز کارونه په ډاډه ډول مخته یوسي.

Ps2024127 5
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل:”ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن یو وار بیا په دې ولایت کې د یوې نوې راډیو د پرانیستې شاهدان یو، نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د رسنیو وضعیت ښه شوی او همدارنګه تر اوسه په دې ولایت کې د رسنیو او ولایتي ادارې ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.”
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې به یې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه و نه کړي.
ورته مهال د مقدس راډیو مسؤول محمد قاسم صمدي وایي، چې یاده خصوصي راډیو په ۸۹.۱ اف ام څپو کې خپرونې کوي او شاوخوا ۱۶ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

Ps2024127 6
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په لوګر کې د ملي راډیو سربېره ۵ خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او ترڅنګ یې د باختر اطلاعاتي آژانس، د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ جریده او د لوړو زده کړو موسسې عینک په نوم مجله هم چاپیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته