لوګر کې د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی

کابل، د لېندۍ ۱۵ مه، باختر

 د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د یو تن د نیول کېدو خبر ورکړی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، تېر ماښام د خروار ولسوالۍ ځايي امنیتي مسؤلینو د لالاخان په نوم یو تن د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی او ټاکل شوې نن جهارشنبې د څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته هېواد کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه تر ډېره نیول شوې او پولیس هڅه کوي، چې په دغې برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته