خبرونهورزش

لوګر کې د فوټبال سیالۍ د باستان غازي امین الله خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د تلې ۹ مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولینو د دغه ولایت په کچه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام ترسرلیک لاندې د فوټبال پیل شوې سيالۍ د باستان غازي امین الله خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ آمرانجنیرمزمل نعیم زي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د یاد آمریت او د فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو په کچه د باستان غازي امین الله خان او د برکي برک د اتحاد جوانان لوبډلې ترمنځ  پیل شوې وې چې لوبه د باستان غازي امین الله خان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه په دغه ولایت کې د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته