خبرونهفرهنګTOP

لوګر کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو مجهز کتابتون پرانيستل شو

کابل، د لړم ۵مه، باختر

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دارالعلوم مرکز المدارس دیني مدرسه کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو مجهز کتابتون پرانیستل شوی دی.

د یاد ریاست ویاند، محمد شاپور عرب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دې کتابتون کې ۲ زره ټوکه دیني او معلوماتي کتابونه ځای پر ځای شوي، چې د زده کوونکو او دیني عالمانو لپاره یو ارزښتناکه سرچینه ده.

عرب زیاته کړه چې د دې کتابتون د پرانیستلو موخه د کتاب لوستنې دود پراخول او په ټولنه کې د مطالعې اهمیت عامول دي، چې له دې لارې به د زده کوونکو پوهنې کچه نوره هم لوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته