خبرونهورزش

لوګر کې د خزاني جام تر نامه لاندې د فوټسال سیالۍ پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوټبال فدراسیون په همغږي د مرکز په کچه د خزاني جام تر نامه لاندې سیالۍ پيل شوې دي.

د لوګر د ورزش او بدني روزنې آمر انجنیرمزمل نعیم زي وویل؛ دغه سیالۍ چې د مرکز په کچه د فوټسال ١٦ ټیمونو ترمنځ په لودين ورزشي جمنازيوم کې پرلاره اچول شوي، چې څه باندې یو میاشت به دوام وکړي.

نوموړي د یادو سیالیو موخه د فوټسال د لوبغاړو ترمنځ د یو والي رامنځته کول او له نشه يي توکو سره مبارزه ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته