خبرونهاقتصادTOP

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

کابل، د وږی ۱۱ مه، باختر

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۷ زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونه اېښودل شوي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال له یادو باغونو څخه ۳۲ زره مټریکه ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله یې په حلاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو حاصلاتو اساسي لامل بڼوالو ته عامه پوهاوی، وروستي وروښتونه، د بڼوالۍ په برخه کې د اړینو توکو وېشل په ګوته کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په پرتله  په دغه ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې ٦ سلنه او د غنمو په حاصلاتو کې هم ۲.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته