امنیت

لوګر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ووژل شو

پل علم /باختر/ دچنګاښ ٧مه :  
لوګر لپاره د وسله والوطالبانو نومول شوى والي له خپلو دوو مرستيالانو اوڅو قوماندانانو سره تيره شپه  په  لوګر کې  ووژل شو.
د ځانګړو ځواکونو د قول اردو دمطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باخترآژانس ته وويل ؛  لوګر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي حاجي لالا له دوو مرستيالانو  بريالى او فريدون ، د غزني ، لوګر ، خوست و پکتيا،  کابل ، ولايتونو لپاره داستخباراتو مسوول مولوي شمس الرحمن ، او د حکمتيارو شجاع او رووف په نومونو بهرني قوماندانان  او د احرار او بلال په نومونو دوسله والو طالبانو دوه سرګروپان ددغه ولايت په څرخ ولسوالۍ ګې په هوايي بريد کې ووژل شول.
نورستاني زياته کړه په دې بريد کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول. 
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته