امنیت

لوګر ته د لوى څارنوال سفر

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د هېواد لوى څارنوال پرون د يوه هيئت په مشرۍ د لوګر ولايت ته سفر وکړ چې د دغه ولايت د څارنوالۍ نوى سرپرست معرفي کړي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
لومړى لوى څارنوال فريد حميدي د هيئت په ملګرتيا د لوګر له والي محمد حليم فدايي او له امنيتي مسوولينو او د ولايتي شورا له غړو سره وکتل او وروسته يې د څارنوالانو او د ولايتي ادارو له رييسانو او امنيتي مسوولينو او په مشرانو جرګه او ولسي جرګه کې د خلکو د وکيلانو په ګډه غونډه کې برخه واخيسته .
لومړى د لوګر ولايت سناتور ډاکتر محمد آصف صديقي او د ولايتي شورا مرستيال حاجي قسيم خوشي وال په خپلو خبروکې د لوګر ولايت د څارنوالۍ په رييس د بريد د قضيې د څيړنې غوښټنه وکړه او زياته يې کړه چې د خلکو زيات شکايتونه د لوګر ولايت له عدلي او قضايي ارګانونو څخه دي چې بايد څارنوالي د غاصبانو په وړاندې جدي ګامونه واخلي ترڅو عدالت تامين شي.
وروسته لوى څارنوال فريد حميدي د عدلي او قضايي مرکز د جوړولو خبر ورکړ چې له دې وروسته به دغه مرکزونه د فساد پر ضد د مبارزې مرکزونه وي.
لوى څارنوال زياته کړه: د دغه مرکز د جوړولو موخه په کارکې چټکتيا، عدالت او دقت دي چې په جدي توګه به له دغه مرکز څخه د عدالت ملاتړ وکړو چې په کارونوکې چټکتيا،عدالت او دقت عملي شي.
ده زياته کړه: له دې وروسته له خلکو سره د څارنوالانو ناسم چلند د زغم وړ نه دى.
وروسته هيئت د لوګر ولايت د څارنوالۍ دفترونه وکتل او د څارنوالۍ د کارکوونکو ستونزې يې واوريدې.
هيئت د لوګر ولايت جيل هم وکوت او د بنديانو ستونزې يې هم وليکلې او د لوګر ولايت د څارنوالۍ نوي سرپرست ته يې لارښوونه وکړه چې د بنديانو دوسيې دې په بيړه تعقيبې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولايت د څارنوالۍ په رييس محمد اکرم نجات د روژې له مبارکې څخه يوه ورځ مخکې د وسله والو يرغلګرو له خوا بريد وشو او له ٧ تنو نورو دولتي کارکوونکو سره شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته