لوګر؛ پوهنې ریاست ته د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ورکړل شول

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د پوهنې وزارت له لوري دغه ریاست ته د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېل اړین وسایل ورکړل شوي دي.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول شاپور عرب باختر اژانس ته وویل، چې په دې وسایلو کې ۱۸۵ قلمه ټکنالوژیکي او دفتري تجهیزات او لوازم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد وسایل به د لوګر د مرکز او ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته ووېشل شي، ترڅو د ښوونې او روزنې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د ادارې فعالیتونه لا اغېزمن شي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه مرسته به د لوګر په تعلیمي نظام کې مثبت بدلونونه راولي او د زده کړو د کیفیت په لوړولو کې به مهمه ونډه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته