لوګر؛ روان کال کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پروژې پلې شوې

کابل، د مرغومي ۲۰ مه، باختر
د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۴ پروژې پلې شوې دي.
د یاد ریاست رییس شیخ محمد قاسم راشد باختر آژانس ته وویل چې دغه پروژې د اسلامي امارت او همکارو موسسو په مالي ملاتړ د کال له پیل څخه تر دې دمه د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په یادو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، خاورین بندونه، د سړکونو، کانالونو، پلچکونو جوړول، او نورې پرمختیايي چارې شاملې دي.
شیخ محمد قاسم زیاته کړه چې له دغو پروژو څخه څه باندې ۱۲۶ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه اخلي او د دې پروژو په پلې کېدو سره ۶۴۱۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همدارنګه وویل چې روان کال د یاد ریاست او همکارو موسسو په مالي ملاتړ، پر ۱۵۰۰۰ اړمنو کورنیو ۷۱۶ ټنه خوراکي توکي او ۱۵ میلیونه افغانۍ هم وېشل شوې دي.