لوګر؛ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز پرانیستل شو

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د لوګر ځایي مسوولین وایي، چې د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې د یونسیار موسسې په مالي ملاتړ یو عصري روغتیایي مرکز (NCHC) د ٣٢ میلیونه افغانیو په لګښت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي او ځايي مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو.
په جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وویل چې هېواد باید د روغتیایي خدماتو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
همدارنګه د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني وویل، چې د ولس د هوساینې په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.
ورته مهال د لوګر د عامې روغتیا رییس حافظ سعیدالرحمن قادري د خبرو په ترڅ کې وویل، دغه مرکز د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او سټندرد ډول جوړ شوی، چې ۳۰ بسترونه، ۳۲ خونې، او نور اړین ملحقات لري.
د ځایي مسوولینو په وینا، د دې روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به د سیمې ۲۵۰۰ کورنیو ته روغتیایي خدمات وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته