لوګر؛ د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۲ مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په برکي برک ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژ د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باخترآژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د چهلتن او تګاب ښوونځیو لپاره د اوبو ژورې څاه ګانې، د لمریزې برېښنا سیسټم، او د پاکو اوبو رسولو منظم سیسټم جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې په یادو پروژو ٢.٤ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
باید وویل شي، چې تردې وړاندې هم د لوګر په مرکز پل علم، برکي برک، محمدآغې او ازرې ولسوالیو کې څو نورو ښوونځیو کې ورته رغنیزې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته