لوږه؛ غزه کې ۲۷ کسان له لوږې مړه شوي

نړۍ، د کب ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

منځني ختیځ کې د فلسطین له غزې تړانګې څخه رارسېدلي خبرونه ښيي، چې وروستیو شپو او ورځو کې له لوږې د مړه شویو کسانو شمېر زیات شوی او تر دا مهاله د دغې پدیدې له امله د سوء تغذیه ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان په کې وژل شوي او زرګونه نور بیا د لوږې له ورستي حد سره مخ دي.

د روژې په رارسېدو سره د خوړو او پاکو اوبو په برخه کې د غزې د اوسېدونکو ستونزې یو پر لس زیاتې شوې دي.

غزه کې د صهیونست پوځونو د ظلمونو له امله پر غزې ټولې لارې تړل شوې دي او سیمې ته د بشري مرستو رسولو پروسه یې له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

که څه هم دې وروستیو کې ځینې هېوادونه د هوا له لارې د خوراکي توکو کڅوړې د غزې اوسېدونکو ته غورځوي، خو هلته مسول چارواکي وایي، چې دغه مرستې بسنه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته