امنیت

لوړپوړوامنیتي مقاماتودهېواد پرامنیتي وضعیت خبرې وکړې

کابل/ دوږي۲۳مه/ باختر
 د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکټورلوړپوړو مسؤلینو نن په خپله اوونیزه نوبتي غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت او ګواښونه وارزول.
 په دې جلسه کې د لویو لارو د امنیت پرساتنې اود قوې پرموثرې استفادې چمتو شوي پلانونه تربحث لاندې ونیول شول او د راتلونکې په اړه لازم تصامیم اتخاذ شول. د لوړپوړو امنیتي مقاماتو په نننۍ غوڼډه کې د هیواد په کچه تهدیدات هم وارزول شول او د ترور او اخاذیو د مخنیوي په اړه پر مشخصو میکانیزمونو هم بحثونه وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته