امنیت

لويه څارنوالي: ۴۶۰ قضيې څېړلې شوې دي

کابل / باختر/ د چنګاښ۹ مه
د لويې څارنوالۍ د عسکري څانګې معاونيت په غبرګولي مياشت کې ۴۶۰ جنايي قضيې څېړلې دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د لويې څارنوالۍ ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دې ادارې د عسکري څانګې معاونيت د هغو صلاحيتونو له مخې چې لري يې؛ په غبرګولي مياشت کې ۴۶۰ جنايي قضيې څېړلې دي چې ۱۷۸ يې ابتدايي محکمې ته سپارلې شوې دي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې ده چې د دغو قضيو په ۲۹ مواردوکې د وژنې، غلا ، وهل او ډبول، ګواښل، شوکماري، فرېبکاري، هېواد ته د خيانت او دښمن ته د وسلو د سپارلو قضيې شاملې دي او په ۱۴۸ نورو مواردو کې د وسلو ورک کېدل، له دندې څخه ناوړه استفاده او بډي اخيستل شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو قضيو په اړوند ۲ میليونه ۲۷۷ زره افغانۍ د دولت خزانې ته تحويلې شوې دي.
ختم-ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته