ټولنه

لوى څارنوال : له عدالت پرته ټولنه به ټينګه پاتې نه شي ،

کابل باختر دزمري شلمه :
لوى څارنوال  فريد حميدي  دښځو پرخلاف  له تاوتريخوالي سره دمبارزې او دماشومانو دسرغړونو دڅيړنې په سيمينار کې چې په کابل کې جوړ شو  دقانون په يوشان  تطبيق باندې تينګار  وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، فريد حميدي وويل بايد په هېواد کې دعدالت دتامينولو لپاره عدلي اوقضايي خدمتونه يوشان وړاندې شي .
په قانون او په قانوني ملاتړ لاسرسى له هغو مسئلو څخه دي چې موږ ته لومړيتوب لري .
  ده يادونه وکړه چې  افغانستان دقوانينو دلرلو په برخه کې  په سيمه کې  يو بډاى هېواد دى خو هغه چې موږ ته مهم دي دقانون دتطبيق  دزمينې برابرول دي .
په ځينو مواردو کې دقوانينو دپيچلتيا  په اړوند خبرې شتون لري  چې موږ ددغه شان سيمينارونو په جوړولو  سره کولاى شو دغه شان ابهامات لرې کړو .
لوى  څارنوال وويل دهغو ستونزو او ننګونو دڅيړنې لپاره چې عدلي بنسټ ورسره مخامخ دى هڅه کوو چې ددغو ستونزو او ننګونو دلرې  کولو لپاره يو تطبيقي   چلند پيداکړو او ددغو بنسټونو لپاره ښه امکانات برابر کړو .
  دددغه خبر جزييات وروسته خپريږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته