لوى څارنوالى: د کابل بانک د قضيې د عاملينو د نيولو په خاطر د انټرپول څخه مرسته اخلو
کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
د لوى څارنوالۍ ويندوى وايي: د کابل بانک د قضيې د تورنوکسانو د نيولو په خاطر چې په بهرکې ژوندکوي؛ له انټرپول څخه به مرسته وغوښتل شي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د لوى څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي رسنيوته ويلي دي: د کابل بانک د قضيې د نولسو تورنو کسانو له جملې څخه څو تنه يې له هيواد څخه بهر ژوندکوي او هلې ځلې دوام لري چې هغوى ونيول شي او هيوادته راوړل شي.
عزيزي وويل چې په دې باب د انټرپول له پوليسو څخه مو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ده وويل: د کابل بانک د ورکوشويو پيسو د بېرته تر لاسه کولو په خاطر پروګرام جوړوو.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رييس اشرف غني احمدزي په دې وروستيو وختوکې د کابل بانک د قضيې په اړوند يو فرمان صادر کړ چې عاملين يې بېرته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د لوى څارنوالۍ ادارې تيره اوونۍ د دغې قضيې د نولسو تنوعاملينو د نيولو حکم چې پخوا په ضمانت سره له بند څخه خوشې شوي وو؛ صادرکړ چې د کورنيو چارو وزارت تراوسه پورې دوه تنه يې نيولي دي .