امنیت

لوى درستيز شيرمحمدکريمي پکتيا ته سفر وکړ

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
سترجنرال ارکانحرب شيرمحمدکريمي نن د په جنوب ختيځه حوزه کې ٢٠٣ قول اردو وکتله.
جنوب ختيځې حوزې ته د افغانستان د ملي اردو د لوى درستيز د سفر هدف د جمهوري رياست د دويم پړاو د انتخاباتو د ترسره کولو په مقصد د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ برابرول او د امنيت تامينول دي.
لوى درستيز شيرمحمدکريمي په هغې غونډه کې چې د جنوب ختيځو ولايتونو له مسوولينو، امنيه قوماندانانو، د ملي امنيت له رييسانو سره وکړه؛ له دوى څخه يې وغوښتل چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنيتي ځواکونه به چمتوکړي او هغوى دې ته وهڅوي چې تر څو پورې په دې پروګرام کې هڅې وکړي.
کريمي په دې غونډه کې وويل: د جمهوري رياست د دويم پړاو د انتخاباتو ترسره کول او د دويم پړاو د انتخاباتو د امنيت تامينولو يې د امنيت له پلوه مهم وباله، ځکه د دولت مخالفينو او طالبان تصميم لري د دويم پړاو انتخابات ګډوډ کړي. کريمي د جمهور رييس د فرمان له مخې: امنيتي ځواکونه تر دنده وسپارله چې د انتخاباتو په بهيرکې خپله بې طرفي وساتي، په دغه بهيرکې خلکوته لارښوونه وکړي.
په دې غوڼده کې لوى درستيز په هغو شمېر امنيتي ځواکونو چې د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړى پړاوکې وړتيا ښودلې وه؛ سوغاتونه او ستاين ليکونه وويشل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته