خبرونهنړۍ

لومړنی کس چې فضا کې یې زر ورځې تېرې کړې

نړۍ، د غبرګولي ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

روسیه کې د فضایي فعالیتونو د ادارې روسکاسموس وایي، روسي ستورمزلی اولګ کونوننکو لومړنی کس شو، چې ۱۰۰۰ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

نوموړي دغه ورځې په یو ځل نه بلکې فضا ته د څو سفرونو په ترڅ کې تېرې کړې دي.

دغه ریکارډ مخکې تر دې له یو بل ستورمزلي ګنادي پادالک سره وه، چې فضا کې یې په مجموعي ډول ۸۷۸ ورځې تېرې کړې وې.

کونوننکو فضا ته خپل لومړی سفر په ۲۰۰۸ کال کې ترسره او ټول ټال یې پنځه فضایي سفرونه ترسره کړي دي.

دغه ستور مزلی له ۲۰۱۶ زیږدیز کال څخه راهیسې د روسیې د ستورمزلو مشري په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته