له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۵۰۰ سرتېري فارغ شول
کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ د حضرت ابوبکر صديق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ سرتېري د پوځي او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.
د یاد قول اردو ویاند مولوي اجمير افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادې قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ سرتېري له درې میاشتنیو فکري، نظامي او عقیدتي زدکړو وروسته فارغ شوي او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړي دي.
د دغو تازه فارغانو د فراغت مراسم کې مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د احکامو اطاعت ترڅنګ خلکو او اسلامي نظام ته ښه خدمت وکړي.