خبرونهټولنه

له ګردیز څخه ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د “ملي بس” چوپړتیاوې پیل شوې

کابل، د غوایی ۲۳ مه، باختر

پکتیا کې د ملي بس ادارې مسوولین وايي، چې مرکز ګردېز څخه ځاځي اریوب ولسوالۍ ته يې د عامه ترانسپورټ په موخه د “ملي بس” چوپړتیاوې پیل کړې دي.

د ملي بس ادارې آمر نصرت الله جواد د باخترآژانس خبریال ته وویل چې له دې مخکې ګردېز ـ کابل ترڅنګ د پکتیا څمکنیو او زرمت ولسوالیو ته د ملي بس خدمات پیل شوي وو، چې پرون ځاځي اریوب ولسوالۍ ته هم د مسافرو د تګ راتګ لپاره ملي بس فعالیت پیل کړ.

د نوموړي په وینا په تېر۱۴۰۲ کال کې ۵۶ زره مسافرو ته د ګردیز- کابل او څمکنیو پرلویو لارو د ملي بس په واسطه ترانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ مرستیال صدیق الله صدیقي وايي، چې دغې سیمې ته د ملي بس فعالیت د خلکو لپاره په اقتصادي برخه کې ډیر ګټور ګام دی او د سیمې اوسېدونکو لپاره ښه اسانتیا ده.

خلک د ملي بس فعالیت ته خوښي څرګندوي او وايي، دا د دوی لپاره ښه اسانتیا ده، چې په ارزانه او اسانه ډول تګ راتګ وکړي. 

د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکی محمدانور صدیقي وايي، چې د ملي بس فعالیت سره به خلک وکولای شي چې په ارزانه کرایه تګ راتګ وکړي او هر څوک به ورته لاسرسی ولري.

صدیقي وویل: “دا چې ملي بس فعالیت اریوب ولسوالۍ ته پیل شو، ډېره خوښي څرګنده وو، ځکه چې د سیمې خلک غریب دي، ګردیز ته به خلک په اسانۍ او کم مصرف سره تګ راتګ وکړي.”

 مسافر بیا غوښتنه کوي چې زاړه ملي بسونو پر ځای دې نوي وسایط زیات کړل شي تر څو خدمات په ښه ډول وړاندې شي، خو چارواکي بیا ډاډ ورکوي او وايي هڅې کوي چې نوي وسایط واخلي او معیاري خدمات وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې د ګردیز او ځاځي اریوب ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لویه لار شاوخوا ۸۵ کېلو متره اوږدوالی لري چې “ملي بس” کې د نفر په سر ۱۳۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته