اقتصاد

له کابل څخه باميانو ته نوې الوتنې پيل شوې .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دکام اير شرکت الوتنې  پرون له کابل څخه باميانو  ته پيل شوې .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  دغه الوتنې له يوکال   ځنډ  وروسته ددويم ځل لپاره په ازمايښتي توګه پل شوې .
  دکام اير شرکت عملياتي مرستيال  کپيتان  عزيز ددغه شرکت  دالوتنو دځنډ علت په دغه ولايت کې دمعياري هوايي ډګر نشتوالي  وباله او ويې ويل چې دباميانو هوايي ډګر دسترو الوتکو دکيناستو ظرفيت نه لري  له همدې امله الوتنې تراوسه پورې ځنډيدلي  و او دفرانسوي  اي اې ار٤٢-٥٠٠دالوتکو په پلورولو  سره چې  ٤٦ چوکۍ لري او د باميانو په هوايي ډګر کې دناستې او الوتنې غښلتيا لري   باميانو ته له سره الوتنې پيل شوې .
  دباميانو دوالي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې دهوايي لېږد راليږداو دتګ راتګ دلويې لارې  دناامنيو له امله ګرځندوى فوق العاده اهميت لري .
ده زياته کړه چې تيرکال په باميانو کې دهوايي ليږد راليږد  دسيستم دنشوالي  په خاطر يوشمير ملي او نړيوال ګرځندويان په دغه ولايت کې دنورو کلونو په پرتله کم شوي دي .
  ختم_  شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته