کابل باختر د تلې پنځه ويشتمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب مستغني چې نن يې په يوه خبري غونډه کې دمسقط دغونډې په باب خبرې کولې وويل چې په دې غونډه کې په افغانستان کې له ډار اچونې سره دمبارزې په وړاندې دپاکستان دژمنو دعملي کولو په باب هم خبرې وشوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دافغانستان پاکستان چين او دامريکا استازو دعمان په مرکز مسقط کې په افغانستان کې دسولې دمسئلې دهراړخيزو خبروپه باره کې بحث وکړ .
دبهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني چې په دې باب يې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل دڅلور اړخيزې همغږى ډلې غونډه چې دعمان په پايتخت مسقط کې جوړه شوه او په هغې کې دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي ، دسولې دعالي شورا او دامنيت شورا استازو دافغانستان له لوري ګډون وکړ .
ده وويل په دې غونډه کې دافغانانو په رهبرى او مالکيت دسولې دخبرواو په دې باب چې ولي پاکستان په افغانستان کې دسولې په وړاندې په خپلوژمنو عمل نه دى کړى ټينګاروشو .
ده وويل چې له ډار اچووني سره دجګړې او دافغانستان دسولې په وړاندې دپاکستان دپخوانيو ژمنو تطبيق دخبرو مهمه مسئله بلل کيږي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل